جایزې والا او نور ښکلي شعرونه
Add your title here
د خالد ریحان ببری شعر
Add your title here
د خالد ریحان ببری شعرونه
Read more: Selected Poems غوره شعرونه


د تقوا برهان شکوري شعرونه
د عاقله اسد یو شعر
Add your title here
د عاقله اسد یو شعر
زه یو داسې پښتنه
پښتنه یم زه یو داسې خوشحالي هغسې نه و
زه يو داسې پښتنه يم!
چې پيدا شومه، خفګان و
خوشالي هغسې نه وه
لکه څنګه چې په زوی وي
چا خواږه کور ته رانه وړل
چا کوڅو کې منډې نه کړې
چا مې زيری هم ونه کړ
خپلوان هېچا خبر نه کړل
چا مې غوږ کې اذان نه کړو
چا په غېږ کې پورته نه کړم
چا مې مخ ته هم کتل نه
خو بس نوم مې پښتنه شو
تش نامه شوله راپورې
زه يو داسې پښتنه يم.
زه يو داسې پښتنه يم!
که ګيډي راوړم نو خېر دی
که پردو کورو کې ګرځم
په پيسو بړستن ګنډمه
که پنبه د چا ټولومه
که د چا وږي سپينومه
دا به هېڅ خبره نه وي
که پردي کور کې کار کومه
که ګرځېږم په بازار کې
د يوې روپۍ سوال کومه
يا چې مخې د جومات کې
زه پردي بوټان پاکومه
ددې ټولو جواز شته دی
خو ښوونځي ته تلل مې کفر
زه يو داسې پښتنه يم
زه يو داسې پښتنه يم!
چې ژړا يې مکرتوب وي
او خندا يې سپين سترګي وي
چوپه هم پاتې دی نه شې
وايي، دا دې څه نخرې دي
که خبرې دې کولې
وايي، اخ دا دې لا بله
غټه شوې لونډ غواړي
دا دستور دی له پخوا نه
انساني خدايانو ويلي
چې بس ښځه يا د کور ده
که د کور نه وي د ګور ده
نه حق غواړي نه يې شته دی
زه يو داسې پښتنه يم
زه يو داسې پښتنه يم!
چې ګودر زمونږ کعبه وي
تاوېدل ترې طوافونه
له ګودر نه تر خپل کوره
بيا له کوره تر ګودره
د صفا مروا مزل وي
د سنځلو ډګه ونه
چې د خوړ په سپینو کاڼو
باندی وولو باران شی
دا زمونږ د شيطان څلی
د چينې اوبه زمونږه
د زم زم نه کمې نه دي
او که دي مونږ ته زم زم دي
بس دا زما دپاره هر څه
دا زمونږه عبادت وي
دا عمره وي مونږ دپاره
دا زمونږ دپاره حج وي
زه يو داسې پښتنه يم
زه يو داسې پښتنه يم!
چې ارمان مې بايد نه وي
که ارمان ساتم نو کفر
په يادونو د يو چا که
زړه ودان ساتم نو کفر
خره، بزې، غواګانې خېر دی
که جانان ساتم نو کفر
يا به بدو کې واده شم
يا به خرڅه په ولور شم
خو که مرمه که سوځېږم
غږ به نه باسم له خولې نه
زه يو داسې پښتنه يم
زه يو داسې پښتنه يم!
د هوس سپي راپسې وي
له خپل کور نه تر ښوونځي مې
له ښوونځي تر پوهنتونه
له پوهنتون نه تر دفتره
څوک مې غله د عزت ناست وي
څوک مې لار کې د منزل
د يو څه بدل کې غواړي
زه به خاورې ملالۍ شم
زه به خاورې زرغونه شم
فکر نه کوم که نازو شم
زه به خاورې عاقله شم
تیارو د سر ډیوه شم
د ګلونو ګلدسته شم زه
يو داسې پښتنه
زه يو داسې پښتنه يم